ژبه

​افغان هوایي ځواک څلور نورې جنګي چورلکې ترلاسه کړې

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۷): د ملي دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو له امریکا څخه څلور نور ایم ډي ۵۳۰ ډوله بمبار کوونکې چورلکې ترلاسه کړې دي.

د دغه وزارت ویاند جاوېد احمد غفور د مرغومي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا څلور الوتکې افغان هوایي ځواک ته پرون وسپارل شوې.

د نوموړي په وینا، د دې چورلکو لپاره پیلوټان ښه روزل شوي او نور پیاوړي تخنیکي کارکوونکي هم لري او په جګړه ییزو عملیاتو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.

نوموړي دغه چورلکې په عملیاتو او جګړو کې ډېر اغېزمنې وبللې او ویې ویل چې اوس مهال په ډېرو عملیاتو او جګړو کې له همدې بمبار کوونکې چورلکو کار اخیستل کېږي.

بلخوا د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت (پنټاګان) ویلي دي چې د ۲۰۱۹ زېږديز کال د مارچ تر میاشتې پورې به د امریکا له خوا افغان هوایي ځواکونو ته ۷ نوې جنګي او کشفي الوتکې ورکړل شي.

 پنټاګان د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو په هدف، د افغانستان د هوایي ځواکونو د عصري کولو لړی دوام لري چې تر دا مهاله یې شاوخوا ۳۰ بلک هاک ډوله څرخي الوتکې د افغانستان هوایي قواوو ته سپارلې دي.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، افغان هوایي ځواکونه به لومړنۍ AC-208 ډوله جنګي او څارګره الوتکه د ۲۰۱۹ زېږديز کال په جنوري میاشت کې ترلاسه کړي.

 پنټاګان په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر میاشتې پورې به ټولټال ۷ نوې جنګي او څارګرې الوتکې د افغانستان د هوایي ځواکونو په واک کې ورکړل شي.

login or register a new account.