کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): د ټاکنو کمېسیون وايي، تر اوسه ۳۹ کسانو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې خو هېڅ نوماند رسمي نوم لیکنه نه ده کړې.
د ولسمشریزو ټاکنو د مهال وېش په اساس، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د مرغومي په لومړۍ نېټه پیل او ۱۲ ورځې دوام لري چې نوماندان کولای شي ټاکنو کمېسیون ته په ورتلو خپل نوم ثبت کړي.
د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال میرزامحمد حق پرست پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې اونۍ له چهارشنبې راهیسې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته د معلوماتي کڅوړو وېش پیل شوی چې تر اوسه ۳۹ کسانو تر لاسه کړې دي او ممکن دغه کسان به تر راتلونکو دوو ورځو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په رسمي ډول نوم لیکنه وکړي.
هغه وویل، د مخابراتو وزارت د مرستیال سید احمد شاه سادات په ګډون نن څلورو کسانو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون معلوماتي بستې ترلاسه کړې.
نوموړي زیاته کړه، بستې په انلاین ډول هم ترلاسه کېدلای شی چې ځینو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون له سایټ څخه په انلاین ډول تر لاسه کړې دي.
له دې مخکې نورالحق علومي، محمد اشرف غني، انوارالحق احدي، حکیم تورسن، هدایت الله حفیظ، ایام الدین وطندوست، نور رحمان لېوال، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود او ځینو نورو نوماندانو دغه معلوماتي بستې تر لاسه کړې دي.
د ټاکنو د قانون په اساس، د افغانستان د تابعیت لرل، اسلام، څلوېښت کاله عمر، د سل زرو سټېکرو درلودل، په بشري ضد جرمونو نه تورن کېدل، له مدني حقونو نه محرومیت او د یو میلیون افغانیو ورکړه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې شرایط دي.
د دغه مهال وېش په اساس، د ولسمریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه ترسره کېږي او د نوماندانو لومړنۍ لېست یې د روان کال د مرغومي په ۱۸مه اعلانېږي.
login or register a new account.