کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد راتلونکې مياشت پر افغان سولې د مشورو لپاره هندوستان ته ځي.
هندي رسنيو د مرغومي په ٤مه خبر ورکړى، ټاکل شوې ده ډاکتر خليلزاد راتلونکې مياشت کې نوي ډيلي ته سفر وکړي.
سرچينې زياته کړې چې خليلزاد به له هندي مشرانو سره د خپلو وروستيو سفرونو، ليدنو او هلو ځلو په اړه معلومات شريک کړي.
خليلزاد دغه سفر په داسې حال کې کوي چې له طالبانو سره د خليلزاد د ليدنو په اړه هندوستان ځينې اندېښنې لرلې.
د افغان سولې په اړه د ځانګړي استازي تر ټاکل کېدو وروسته خليلزاد سيمې ته درې سفرونه کړي او له طالب استازو سره يې هم کتلي دي.
هغه افغانستان، پاکستان، اماراتو، سعودي، قطر، ازبکستان، ترکمنستان او بلجيم ته سفرونه کړي، خو هند يې له پامه غورځولى و.
د سياسي چارو کارپوه عبدالمالک عاصم وايي چې د افغان سولې د وروستيو هڅو په اړه تر اوسه هند رسمي نظر نه دی ورکړی، خو وړاندې يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کړی.
د نوموړي په وينا، هند له امريکا او څو نورو هېوادونو وروسته له افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هېوادونو په ډله کې دی چې اسلام اباد يې په افغانستان کې له پراخ حضوره اندېښنه لري.
عاصم وايي، طالبانو هم د هند په تړاو څه نه دي ویلي، خو خلیلزاد هڅه کوي چې د سیمې اجماع او همغږي د افغان سولې په تړاو ترلاسه کړي.
login or register a new account.