ژبه

چين او پاکستان د افغانستان پر “نوو حالاتو” خبرې کړې

کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٧): چين وايي چې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره يې د افغانستان پر نوو بدلېدونکو حالاتو خبرې کړې دي.

د کابل له يوه ورځني سفر وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د چين پلازمېنې بيجينګ ته رسېدلى او نن يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره ليدلي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر بدلېدونکو حالاتو خبرې کړې دي.

د يادونې ده، امريکا د افغانستان د سولې په تړاو هلې ځلې پيل کړې او په دې برخه کې يې ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمې ته درې سفرونه کړي دي.

بلخوا ځينو امريکايي سرچينو ويلي چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د خپلو نيمايي اووه زره سرتېرو د ايستلو پلان لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي چې له پاکستاني پلاوي سره يې د افغانستان په اړه پر نوو پرمختګونو په تفصيل خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو د افغانستان د شخړې د هواري لپاره پر سيمه ييزې اجماع ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((چين او پاکستان پر دې باور دي چې افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري، يواځېنۍ حل لاره يې سياسي جوړ جاړی کېدى شي.))

چين وايي چې دواړو لورو د افغان شخړې د هواري لپاره له وروستيو هڅو ملاتړ هم څرګند کړ، خو د امريکايي ځواکونو پر وتلو خبرې نه دي شوي.

login or register a new account.