ژبه

د ترکيې پارلمان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت وغځاوه

 

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): د ترکيې پارلمان پرېکړه کړې ده چې ځواکونه به يې دوه کال نور هم د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموريت کې وي.

د ترکيې د انادولو اژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه پرون د ترکيې پارلمان په يوه ځانګړې غونډه کې وکړه.

د یاد هېواد پارلمان ويلي چې تر دوو کلونو وروسته به د افغانستان اوضاع ته په پام د خپلو سرتېرو د حضور يا ايستلو په اړه پرېکړه کوي.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه د ۲۰۱۹ کال له لومړۍ نېټې عملي کېږي. دمګړۍ د ناټو ٢٩ غړي او ۱۴ نور  متحد هېوادونه په افغانستان کې سرتېري لري.

ترکيه د ناټو په ماموريت کې ٥٠١ سرتېري لري.

login or register a new account.