کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله وايي، افغانستان د سولې لپاره غږ پورته کړی او پر وړاندې يې ټول خنډونه له منځه وړي، اوس دا په طالبانو پورې اړه لري چې د مرغومي شپږمې پيل شوو ناخوالو ته دوام ورکوي او که د افغانستان د پرمختګ او ابادولو له کاروان سره یو ځای کېږي.
ډاکتر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د مرغومي د شپږمې په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي، د مرغومي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې یوه خونړۍ، توره او بدمرغه ورځ ده، چې ناخوالې یې له نهو دېرشو کالو وروسته هم پر افغانستان خورې دي او افغانان کړوي.
له ننه ٣٩ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ؛ دغه یرغل د افغانستان د بدمرغیو د پيل او د افغانانو د خوښیو د لوټلو لامل شو.
د اجرائيه رييس په پيغام کې راغلي: "افغان ویاړلو مجاهدینو د شوروي اتحاد د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې په خالي لاس د جهاد سپېڅلی غږ پورته کړ او په خپلو سرښندونکو مبارزو سره یې بالاخره شوروي اتحاد نه یوازې له افغانستانه وتلو ته اړ ایست؛ بلکې په څو ټوټو د شوروي اتحاد د وېشل کېدو لامل هم شو."
هغه زياته کړه، له بده مرغه چې د دغه یرغل په پایله کې افغانستان هم دړې وړې شو، په میلیونونو انسانان شهیدان، معلول او پردیو هېوادونو ته کډوال شول، په کور دننه تاسیسات ویجاړ، نظام ړنګ او افغانستان په مادي او معنوي لحاظ ستر زیانونه ولیدل او لا هم افغانان د همدې بدمرغې ورځې له زیانونو کړکېږي او رنځېږي.
عبدالله ويلي: "له نهه دېرش کاله وروسته هم موږ نه یو توانېدلي چې رامنځته شوي زیانونه جبران کړو او بېرته د یوه باثبات او پرمختللي افغانستان شاهدان شو."
د نوموړي په وينا، نن هم پر جګړې ټینګار او د سولې له خبرو اترو مخ ګرځول د روانو ناخوالو د دوام معنی ورکوي، هغه ناخوالې چې نه په کې د افغانانو ژوند خوندي دی او نه هم په کې د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې.
هغه زياته کړې، افغانستان د سولې لپاره غږ پورته کړی او د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره یې ټول خنډونه له منځه وړي دي، دا په طالبانو پورې اړه لري چې د مرغومي د شپږمې پيل شوو ناخوالو، جګړو او ویجاړیو ته دوام ورکوي او که د افغانستان د پرمختګ، د افغانانو د ژوند خوندیتوب او په ګډه د افغانستان ابادولو له کاروان سره یو ځای کېږي.
دى وايي، تاریخ ثابته کړې چې هېڅوک پر افغانستان په زوره څه شی نه شي تحمیلولای او روانه ترهګري به هم د خدای په مرسته او د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د افغانانو په همکارۍ ماته خوري او لکه پخواني یرغلګر ځواکونه به له افغانستانه تور مخ وځي.
ډاکټرعبدالله وايي، له سولې د مخ ګرځوونکو او نورو هغو ترهګرو ډلو چې په افغانستان کې په جګړې لاس پورې کوي، افغان امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې ولاړ او له هر ډول سرکوبولو یې مخ ونه ګرځوي.
ده زياته کړې: "موږ ټول باید له تاریخه درس واخلو او زده کړو چې بری او ښېرازي مو په یو سوله ییز افغانستان کې ده او اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان په یو ټغر راټول او په ګډه روانې تحمیلي جګړې ته د پای ټکی کېږدو."
login or register a new account.