ژبه

د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي او پولیس بهرنيو سفارتونو ته له تلو منع شول

کابل  (پژواک، ٨ مرغومى ٩٧): د کورنيو چارو وزارت په کابل کې بهرنيو سفارتونو ته د خپلو کارکوونکو او پوليسو پر ورتګ بنديز لګولی دی.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال نصرت رحيمي د مرغومي په ٨ مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه پرېکړه د کورنيو چارو وزارت د کارکوونکو او ملي پوليسو د برم او ساتنې په موخه شوې ده.

هغه زياته کړې، د همدې اوونۍ له دوشنبې ورځې وروسته د دغه وزارت هېڅ کارکوونکی او پوليس د دې حق نه لري چې په کابل کې بهرنيو سفارتونو ته دننه شي.

د نوموړي په وينا، د اړتيا په وخت کې کولای شي د خپلو اړوندو ادارو رهبري او يا هم د جاسوسۍ ضد ادارې د خپلو ستونزو د حل په موخه خبرې کړي.

رحيمي ويلي، همدارنګه د کورنيو چارو وزارت هېڅ نظامي او  ملکي کارکوونکی نه شي کولای چې بهرنيو سفارتونو ته د خپلواکۍ ورځو په موخه، ملي، شخصي محفلونو ته او هر ډول ناستو پاستو ته ولاړ شي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د دې پرېکړې له سرغړوونکو سره به جدي قانوني برخورد وشي.

د يادونې ده، د کورنيو چارو د وزير په توګه د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح تر ټاکل کېدو وروسته ځينې مهمې پرېکړې کړې دي.

پرون وزارت ويلي چې هېڅ منسوب دې له پوليسي جامو او وسلو سرہ د ودونو، شېریني خوریو او فاتحو په مراسمو کې ګډون نه کوي او هم دې له کورنيو سره د پېر او پلور په موخه بازارونو ته نه ځي.

دغه راز تر دې مخکې دغه وزارت پوليسو ته دا لارښوونه هم وکړه چې له رسنيو سره د معلوماتو له شريکولو او هم په رسنيزو بحثونو له شرکته ډډه وکړي.

login or register a new account.