ژبه

د طالبانو مرکچي پلاوي کې څوک دي او څومره صلاحيت لري

کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٧): د افغانستان د سولې په تړاو په روانو مذاکراتو کې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د قطر دفتر ترڅنګ ددې ډلې د مشرتابه استازي هم ګډون لري، چې د شنونکو په وينا، د ټولو طالبانو استازيتوب په کې شوى دى.

د وسله والو طالبانو استازو او د قطر د سياسي دفتر غړو له تېرو څو کلونو راهيسې د فرانسې، چين، جرمني، قطر، اماراتو او په ځينو نورو هېوادونو کې د افغان سولې په تړاو جوړو شويوغونډو او ناستو کې ګډون کړى دى.

په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکا ترمنځ نېغ په نېغ خبرې اترې پيل شوې، چې په کې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر پلاوي ګډون کړى دى.

خو شاوخوا ١٥ ورځې مخکې چې په متحده عربي اماراتو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ کومې خبرې شوې دي،په دې کې د قطر دفتر ترڅنګ له پاکستانه ورغلي د طالبانو د مشرتابه او حقاني شبکې استازو هم ګډون کړى وو.

تر دې مخکې تېره مياشت د روسيې په پلازمېنه مسکو کې هم د افغان سولې په تړاو د طالبانو يوه پلاوى ګډون کړى و چې په رسنيو کې يې د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه عکسونه هم خپاره شول.

پژواک په دې راپور کې هڅه کړې ده، چې لوستونکو ته د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو په اړه معلومات وړاندې کړي او دا چې دوى څومره واک او صلاحيت لري، په اړه يې د شنونکو نظرونه خپاره کړي.  

١ _ ملا شېرمحمد عباس ستانکزى: د لوګر ولايت د مرکز پل علم اړونده د بابوس سيمې اوسېدونکى دى، د افغانستان د اردو پخوانى ډګروال دى، نظامي زده کړې يې د توپچي په برخه کې په هندوستان کې کړې دي.

ستانکزي ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل، چې د ثور له کودتاه وروسته نوموړي پاکستان ته هجرت وکړ او له جهادي ګوندونو سره يې فعاليت پيل کړ، وروستى فعاليت يې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند سره و، ددې ګوند د نظامي کمېټې مرستيال و، په انګليسي، عربي، اردو، پښتو او دري ژبو په روانه خبرې کولى شي. کله چې د طالبانو د قطر سياسي دفتر پرانيستل شو، نو ستانکزى يې غړى و، وروسته بيا ددغه دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

٢ _ مولوي شهاب الدين دلاور: د قطر ددفتر غړى دى، د لوګر د مشهور ديني عالم او په ظاهرشاهي دوره کې د ولسي جرګې د وکيل مولوي سيداکبر زوی دی. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال يې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي؛ په قضا او هم په ديپلوماسۍ کې کافي تجربه لري، د پېښور په کونسلګرۍ کې پاتې شوی، اسلام اباد ته د سفير په توګه استول شوی و، له هغه ځايه سعودي عربستان ته د سفير په توګه تللی او بيا يې په کندهار کې د تميز محکمې مشرتوب پر غاړه و چې له سترې محکمې وروسته د هېواد په کچه تر ټولو مهم قضايي ارګان و.

هغه د پاکستان له حقانيې دارالعلوم څخه فارغ دى، ٣٠ کاله يې تدريس کړى، د صبغت الله مجددي کورنۍ سره يې نږدې اړيکې درلودې، خو بيا وروسته د حرکت له ګوند سره يو ځاى شو.

د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته پېښور ته تللى، څه موده کرار ناست و، خو په ٢٠٠٩ کال کې بيا يې له طالبانو سره فعاليت پيل کړ.

login or register a new account.