میمنه(پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۷): د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومانداني وايي چې د فاریات د شېرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو په پرونۍ جګړه کې د دوو ایرانیانو او د طالبانو د دوو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په هغه خبرپاڼه کې چې پژواک ته رارسېدلې راغلي: ((په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شېرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او د یادو ولسوالیو په مسیر د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي کاروان د تېرېدو پر مهال د جګړې له امله د دوو ایراني اتباعو ملا احمد او ملا جندالله «مستعار نومونه» په ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.))
خبرپاڼه کاږي، په وژل شوو کې د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان ملا نصرت او د خواجه سبزپورش ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال مسوول ملا صدي هم شامل دي، چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په «قره شیخي» سیمه کې د ملا شفیق حقیار په قرارګاه کې د هوايي برید له امله وژل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه د سیمه ییزو او کشفي سرچینو په حواله لیکي، په دې نښته کې ۲۳ وسله وال ټپیان او د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو ملا شفیق او ملا یوسف حقیار د ورور مرکزونه له منځه تللي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د میمنې ـ اندخوی لویه لار د «ایثار ۱۰» په نوم عملیاتو کې خلاصه شوې او د امنیتي ځواکونو اکمالاتي قطار له دې لارې د فاریاب ولایت د لومړۍ لوا قرارګاته رسېدلی دی.
سرچینې لیکلي، په دې نښتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی خو څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل دی چې امنیتي ځواکونه د طالبانو په لیکو کې د ایراني جګړه مارو د شتون خبر ور کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن