کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٧): د افغانستان حکومت د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په يوه رسمي سفر هند ته تللى دى.
د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکتر حمدالله محب د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللى دى.
هغه زياته کړه چې نوموړى به له هندي چارواکوسر پر دوه اړخيزو همکاريو خبرې اترې وکړي.
نوموړي په دې په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
بلخوا په هند کې د افغان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر محب نوي ډيلي ته رسېدلى او دلته به درې ورځې تېروي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار په داسې حال کې هند ته سفر کړى چې د افغان سولې په اړه د سيمې هېوادونو او امريکا هلې ځې تېزې شوې دې.
ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له هندي چارواکو سره پر افغان سولې د مشورو لپاره راتلونکې اوونۍ دغه هېواد ته سفر وکړي.
login or register a new account.