ژبه

په ترکيه کې پر افغان سولې درې اړخيزه غونډه جوړېږي

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٧): ترکيې اعلان کړى چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان سولې په اړه د درې اړخيزې غونډې کوربه وي.

دغه اعلان د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په انقره کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د ليدنې پر مهال کړى دى.

هغه زياته کړې چې د افغانستان، پاکستان او ترکيې ترمنځ پر افغان سولې دا درې اړخيزه غونډه د روان زېږديز کال په مارچ مياشت کې ترسره شي.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې په دې درې اړخيزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري کمه شي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې دا غونډه به د افغانستان له سولې سره چې ورته ډېره سخته اړتيا ده، مرسته وکړي.

د يادونې ده، ترکيې پخوا هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د غونډو کوربه توب کړى دى.

login or register a new account.