کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي چې هندوستان به په راتلونکو څو مياشتو کې افغانستان ته څلور نورې جنګي چورلکې ورکړي.
محب چې د خپل هندي سيال په رسمي بلنه نوي ډيلي ته په درې ورځني رسمي سفر تللى، دغه څرګندونې يې پرون د هند له اېس اېن اى رسنۍ سره يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
په دې مرکه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل هندي سيال اجويت دووال سره د ليدنې او د دواړو هېوادونو پر اړيکو په تفصيل سره خبرې کړې دي.
ډاکټر محب ويلي چې د هندوستان د ملي امنيت له سلاکار سره د خبرو پر مهال هغه ورسره ژمنه وکړه چې په روان کال کې به افغانستان ته څلور نورې جنګي چورلکې ورکړي.
د نوموړي په وينا، له ژمنې سره سم به دوه چورلکې د ٢٠١٩ زېږديز کال د مارچ په مياشت کې او دوه نورې به يې تر جولاى مياشتې پورې ترلاسه شي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم هندوستان افغانستان ته څلور اېم اى ٢٥ ډوله جنګي چورلکې ورکړې وې.
هند په داسې حال کې له افغانستان سره د څلورو نورو چورلکو د مرستې اعلان کړى چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې پر هند نيوکه کړې وه چې په افغانستان کې يې يواځې يو کتابتون جوړ کړى دى.
خو په کابل کې د هندوستان سفارت په ټويټر کې ليکلي چې هېواد يې په افغانستان کې تر اوسه تر ٢ ميليارده ډالرو زياتې مرستې کړې دي.
سرچينې ليکلي چې دوى په کندهار کې پوهنتون، په هرات کې د سلما بند، په کابل کې د پارلمان د ودانۍ تر څنګ سلګونه نورې پروژې پلې کړې دي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې امريکا هم افغان هوايي ځواک ته نورې اېم ډي ۵۳۰ ډوله چورلکې ورکړې وې.
له دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد احمد غفور پژواک ته ويلي وو چې دا چورلکې په عملیاتو او جګړو کې ډېرې اغېزمنې دي او زياته کړې وه چې اوس مهال په ډېرو عملیاتو او جګړو کې له همدې چورلکو کار اخیستل کېږي.
login or register a new account.