ژبه

​د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې په قطر کې کېـږي

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): د اماراتو له ناستې وروسته پرېکړه شوې وه چې د افغان سولې په اړه بله ناسته به سعودي کې کېږي، خو اوس ويل کېږي چې دغه ناسته په سعودي کې نه، په قطر کې پلان شوې ده.

تېره مياشت په متحده عربي اماراتو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو درې ورځې پرله پسې غونـډې شوې وې چې وروسته په کې سعودي، امارات او پاکستان هم ورګډ شول.

د دې ناستې ځانګړتيا دا وه چې په کې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر د پلاوي تر څنګ له پاکستانه ورغلي د ملا هبت الله د دفتر رييس امير خان متقي او د حقاني شبکې استازو هم ګډون کړی و خو طالبان ټول يو استازي بولي.

په ياده ناسته کې پرېکړه شوې وه چې بله ناسته به د جنورۍ په دويمه اوونۍ کې په سعودي کې ترسره کېږي، خو اوس دې ناستو ته ځينې نږدې سرچينې وايي چې د ځينو اختلافاتو له امله د سعودي ناسته لغوه شوې ده.

يادې سرچينې د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سعودي له طالبانو غوښتي وو چې د جدې په ناسته کې به له افغان پلاوي سره هم ګوري، خو د طالبانو تر انکار وروسته سعودي له دې ناستې سره مخالفت ښودلى دى.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم بهرنيو رسنيو ته ويلي چې ډېر ژر به له امريکا سره د سولې د خبرو بل پړاو پيل شي، خو ځاى او نېټه يې نه ده په ډاګه کړې.

هغه زياته کړې چې له امريکا سره د خبرو يو نوي پړاو ته ننوتونکي دي.

د سولې فعال خليل صافى وايي چې د  ٢٠١٨ زيږديز کال پر مهال د افغان د سولې په تړاو د طالبانو او امريكا ترمنځ درې پړاوه خبرې په دوحه او څلورم پړاو په ابوظبۍ کې ترسره شوې.

هغه پژواک ته وويل، چې په لومړۍ ناسته كې د امريکايي پلاوي مشري مېرن ايليس ويلس او په نورو درېيو ناستو کې ډاکټر زلمي خليلزاد کوله.

صافى وايي چې پنځم پړاو خبرې به د جنورۍ يا فبرورۍ په مياشت کې ترسره کېږي، خو  دقيق ځای او نېټه يې تر اوسه مشخصه شوې نه ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې خبرو په جريان کې د پاکستان له بنده د دوو مخورو طالب مشرانو ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالصمد ثاني خلاصون او د ابوظبۍ له خبرو وروسته د امريکا د ولسمشر له لوري د اووه زره امريکايي عسکرو د وتلو اعلان هغه عملي ګامونه دي چې ثابتوي امريکا او طالبان په دې خبرو کې ډېر جدي دي.

صافي زياته کړه: ((هيله ده چې په راتلونكو څو مياشتو کې به دواړه لوري د افغان كشالې پر سوله ييز سياسي حل سره هوکړې ته ورسېږي، وروسته له هغې به طالبان د افغان دولت په شمول له ټولو مؤثره سياسي لورو سره مخامخ رسمي خبرې پيل كړي.))

login or register a new account.