کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٧): د لغمان په مرکز کې د اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۰۰ کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.
د لغمان ولايت د رسنيو او اړيکو له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موخه ترسره شويو مراسمو کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئيس امان الله غالب وويل چې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د چهاردهي د سیمې ۵۰۰۰ کورنیو ته یې د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د ورکړې پروژه تکمیل کړه.
ده زياته کړه، دغه راز به د سرخکانو په سیمه کې هم ۲۰۰۰ نورې کورنۍ ژر د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.
د هغه په وينا، د روان مالي کال په اوږدو کې به برېښنا رسونې خدمات لا پراخ او زرګونه نورو کورنیو ته به هم بریښنا ورسوي
د لغمان والي محمد اصف ننګ د دغې سترې پروژې په تکمیلېدو د خوښۍ پر څرګندیدو سربیره د برېښنا شرکت له مشر غوښتنه وکړه چې خپل خدمات دې لا پراخ او ټولو سیمو ته دې برېښنا ورسوي.
ده وویل، د لمریزې برېښنا په فعالېدو سره به هم تر ډېره خلک د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.
د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي یادونه وکړه چې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې تر ۳۰۰ پورې شوراګانې چمتو دي، ترڅو ورته د برېښنا ادارې له لوري بریښنا ورسیږي.
د برېښنا شرکت د عمومي رئیس د معلوماتو له مخې، دوی به تر شل میلیونه افغانیو پورې نورې پیسې د دغې شبکې د ترمیم او اړینو توکو لپاره ځانګړي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن