ژبه

ملي امنیت کابل کې څلور انسان تښتوونکي نیولي او دوه تنه تښتول شوي يې ژغولي

کابل (پژواک ۲۱ ، مرغومی ۹۷) : د ملي امنیت لوی ریاست وایي، چې خواکونو یې په کابل ښار د انسان تښتوونکو د یوې ډلې څلور کسان نیولي او دوه تښتوونکي یې له دوی ژغورلي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست لخوا د مرغومي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان  د کابل ښار له اتمې حوزې څخه نیول شوی او ددوی له منګولو څخه ځلور کسان خوشې کړی شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې تښتوونکنو کسانو دوه تنه تښتول شوی کسان د یوه کور په څاه کې ساتلي وو، چې دامنیت ملي لخوا خوشې شول.

امنیت ملي وایي، چې نیول شوي تښتوونکي کسان اسحق ، محمداجان ، عبدالعلیم، او مولاداد نومیږي، .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له تښتوونکو ځخه یو میله وسله، مرمۍ، ځنځیرونه او نور وسایل هم ترلاسه شوي.

login or register a new account.