ژبه

امريکا د افغانستان په ټاکنيزو کمېسيونونو کې پر جدي اصلاحاتو ټينګار وکړ

 

کابل (پژواک،٢٢ مرغومى ٩٧):په کابل کې د امريکا سفارت يو ځل بيا د افغانستان په ټاکنيزو کمېسيونونو کې پر جدي اصلاحاتو ټينګار کړى دى.

د امريکا سفارت له خوا دمرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د همدې اصلاحاتو په موخه د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې وځنډول شوې.

سرچينې زياته کړې، د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو په هکله د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پرېکړه په ټاکنيزو بنسټونو کې د اداري او فني نيمګړتياوو د لرې کولو په موخه   شوې ده.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٨ لمريز کال د وري په ٣١مه، ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون څو ورځې مخکې ددې ټاکنو د ځنډولو د اعلان پر مهال په ډاګه کړه چې دا ټاکنې به د همدغه کال د چنګاښ په ٢٩مه، ترسره کېږي.

د ټاکنو کمېسيون مسوولينو ددې ځنډ لامل تخنيکي او عملياتي ستونزې په ګوته کړې وې او ويلي يې و چې دوى يې د هوارولو هڅې کوي.

په دې ستونزو کې بوديجه، امنيت، د ټاکنيزو موادو لېږل او سړه هوا شامل و.

login or register a new account.