کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د ايران د پوځ يوې بار وړونکې الوتکې په هوايي ډګر کې له خپل مسيره تر وتلو وروسته اور اخیستی چې له امله يې ١٥ کسان مړه شوي دي.
د ايران د فارس رسنۍ د مرغومي په ٢٤مه د دغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې دغه ٧٠٧ ډوله بوينګ الوتکه له قزاقستانه غوښه او نور خوراکي توکي بار کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې الوتکې تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه او پيلوټانو يې د البرز سيمې الفتح هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
په راپور کې راغلي، خو کله چې الوتکه پر ځغاست ليکه کېني، نو له خپل مسيره وځي، له يوه دېوال سره ټکر کوي او بيا د اوسېدو له نږدې کورونو سره هم جنګېږي.
د ايران د پوځ سرچينو فارس اژانس ته ويلي چې په دې الوتکه کې ټول ١٦ کسان سپاره وو، خو د الوتکې يواځې يو انجنير په ټپي حالت ژغورل شوى او نور ټول مړه شوي دي.
login or register a new account.