ژبه

مجیب الرحمن څمکنی د پکتیکا د نوي والي په توګه وټاکل شو

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر اساس ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی د الیاس وحدت پر ځای د پکتیکا د نوي والي په توګه پر دنده وګومارل شو.

د يادې ادارې له خوا د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی د پخواني وکیل فضل الرحمن څمکني زوی، په ۱۳۵۴ لمریز کال کې زېږېدلی او د ماسټرۍ تر کچې یې لوړې زده کړې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، څمکنی د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د پکتیا د خلکو استازی او له هغه مخکې د وزیرانو شورا د دارالانشاء د سلاکار په توګه هم پاتې شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ډاکتر مجیب الرحمن څمکني ته د پکتیکا د والي په توګه د نوې دندې مبارکي وايي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا د مخکني والي الیاس وحدت هڅې هم ستايي او د پکتیکا د حکومتولۍ اړوند چارو کې د نوموړي د هڅو او فعالیتونو قدرداني کوي.

څمکنى اوس يو ځل بيا له پکتيا ولايته د ولسي جرګې کانديد و، خو په لومړنيو پايلو کې بريالى شوى نه و.

login or register a new account.