لښکرګاه (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۷): مسوولين وايي چې په ځینو ولايتونو کې د عملياتو پر مهال داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قهر سېلاب يو عملياتو پر مهال چې د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې پيل شوي، تېره ورځ ١٦ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې چې د هوايي او توپچي په دغو عملياتو کې د يوه قوماندان حيدر فاروقي په ګډون اووه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
سيلاب قول اردو ويلي چې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر کلي له وسله والو مخالفينو پاک شوي دي.
د دې قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کونړ ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې يو داعش وسله وال وژل شوى او بل ټپي دى.
بلخوا په هلمند ولايت کې امنيتي مسوولينو ويلي چې په بېلابېلو سيمو کې د هوايي بريدونو پر مهال ٥ طالبان وژل شوي دي.
په دغه ولايت کې ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې د ګرشک ولسوالۍ په حيدراباد سیمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو پټنځاي په نښه کړی چې پایله کې يې دوه وسله وال طالبان وژلي او د مهماتو يوه زېرمه يې له منځه وړل شوې ده.
دغه راز د مارجې ولسوالۍ په خليفه محمدشاه څلورلارې کې درې ماين خښوونکي په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن