کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير سيد جلال کريم د دغه هېواد د حج او عمرې له وزير سره افغان زيارت کوونکو ته د اسانتياوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.
په رياض کې د افغانستان سفارت له خوا د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي سید جلال کریم سره په دې ليدنه کې د سفارت ځينو نورو چارواکو هم ملتيا کوله.
سرچينې زياته کړې چې افغان پلاوي د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر محمد صالح بنتن سره د دواړو خواوو د حج او عمرې اړوند موضوعاتو او دوه اړخيزو همکاریو په هکله خبرې وکړې.
په خبرپانه کې راغلي، افغان سفير د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین سلمان بن عبد العزیز، ولیعهد محمد بن سلمان او د سعودي عربستان د خلکو له ټولو هڅو او خدمتونو مننه او ستاینه وکړه چې د نړۍ حاجیانو او عمره کوونکو لپاره یې ترسره کړي دي.
دغه راز نوموړي ټول هغه خدمتونه او هڅې چې د سعودي عربستان حکومت یې د ۲۰۳۰ لیدلوري پر اساس د نړۍ حاجیانو او عمره کوونکو لپاره ترسره کوي؛ لکه د پرمختللې ټیکنالوجۍ پر اساس د حاجیانو لېږد، د ګڼه ګوڼې تنظیم، چټک اورګاډی او د سهولت او ارامتیا نور وسايل هم وستايل.
د افغانستان سفير د افغان حاجیانو او عمره کوونکو لپاره د سعودي له همکاريو او مرستو د مننې تر څنګ په دې برخه کې د نورو همکاريو غوښتونکى شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن