کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۷): ولسمشر اشرف غني وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلې ځلې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د لارې هوارول دي.
هغه دا څرګندونې نن د سویس په ډیووس ښار کې د نړیوال اقتصادي غونډې په ترڅ کې د امریکایي تلویزیون د مشهور ژورنالیست فرید ذاکریا سره د یوه بحث پر مهال کړې دي.
ولسمشر زیاته کړې: "د سولې لپاره موږ سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لرو."
د افغان سولې په تړاو د امريکا استازي خليلزاد په ګډون له تېرو څلورو ورځو راهيسې په قطر کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه خبرې روانې دي.
د هغه په وینا، افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، بدل شوی دی او ډېر ژر به افغانستان په خپلو پښو ودریږي.
اشرف غني وایي: "عام افغانان ډېر ارزښتمند دي، موږ باید نور هم فعاله واوسو، افغانان باید یو پر بل برتري ونه لري."
ولسمشر له پاکستان سره د اړیکو په اړه وویل، افغانستان غواړي له پاکستان سره ښې اړیکې ولري، دا اړیکې د درېیو عمده ستونزو هواورلو سره حل کېږي.
د هغه په وینا، د ا ستونزې په درېیو برخو کې همکاریو سره هواریږي، د تاوتریخوالي له منځه وړل، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه او افغانستان د انرژۍ په برخه کې ښه سرچینه ثابتېدلی شي.
ولسمشر غني وایي، افغانان د یوه ملت او دولت په توګه ژمن دي چې خپلې ماضي ته ماتې ورکړي.
د ده په خبره، د نړیوال بانک د راپور له مخې، که پاکستان په اوسنیو شرایطو کې همداسې دوام ولري، نو په ۲۰۴۷ کال کې به د نړۍ په کچه تر ټولو بېوزلى هېواد وي، خو که خپلې تګلارې بدلې کړي او سیمه ییزې همکارۍ پیل کړي، نو د منځنې کچې عاید لرونکی هېواد به وي.
نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا د ولسمشر د سویلي اسیا تګلاره له ځکمنیو حالاتو سره لپاره مناسبه وه، د دې تګلارې مهمه موخه افغانستان کې سوله راوستل و، چې افغانانو یې هرکلی وکړ.
غني وایي، دویمه برخه یې مشروطه وه، چې د هغې له مخې افغان حکومت په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات راوستل دي.
login or register a new account.