ژبه

يمن کې د حوثي وسله والو په بريد کې ٣٧ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧) : په يمن کې د حکومت ضد حوثي وسله والو په بريد کې ٣٧ ملکي وګړو ته مرګ ژبله اړولې ده.

د العربيه تلويزيون د راپور له مخې، دا پېښه نن د يمن په حجه سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، حوثي وسله والو د بې ځايه شويو خلکو پر يوه کمپ وسله وال بريد کړى، چې په پايله کې يې ٧ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

د العربيه تلويزيون په راپور کې راغلي چې په وژل شويو او ټپيانو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومانې هم شاملې دي.

د يادونې وړ ده، حوثي وسله وال  چې ايراني ملاتړ له ځانه سره لري، له تېرو څو کلونو راهيسې د خپل حکومت پر ضد جنګيږي.

login or register a new account.