Language

پکتيکا کې د موټر سايکلونو پر ګرځېدو بنديز ولګېد

ښرنه(پژواک، ١١ سلواغه ٩٧ ): د پکتيکا امنيتي چارواکو په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه د موټر سايکلونو پر ګرځېدو بنديز ولګاوه.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت د نظامي شورا د پرېکړې له مخې تر دې وروسته هيڅوک نه شي کولاى پر موټر سايکل تګ راتګ وکړي.

ده زياته کړه: ((په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په ښرنې او ځينو نورو ځايونو کې د موټرسايکل په وسيله چاودنې وکړې، خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله، نو ځکه د موټر سايکلونو پر ګرځېدو بنديز ولګول شو.))

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، که تر دې وروسته څوک پر موټرسايکل وليدل شول نو قانوني چلند به ورسره کېږي.

په دې اړه د مدنې ټولنې غړي خورشيد امان کټوازي پژواک ته وويل چې د دغې پرېکړې عملي کول د خلکو په حق کې ظلم کول دي.

ده وويل: ((د خلکو اقتصاد کمزورى دى، ټول په ټکسي کې نه شي تللى او نه هم کوم دولتي ترانسپورټي سيستم شته دى، نو خلکو له همدې موټرسايکلونو څخه استفاده کوله، خو اوس يې چې پرې بند کړل دا يو لوى ظلم دى.))

همدارنګه د ښرنې ښار اوسېدونکي نبي الهام پژواک ته وويل چې په دغه ډول پرېکړو سره امنيت ټينګښت نه مومي، بلکې د خلکو او دولت ترمنځ واټن نور هم زياتيږي.

دى وايي: ((دا يواځې پوليسو ته د پيسو اخيستو لار جوړول دي، ځکه اوس هرڅوک چې پر موټرسايکل ګرځي نو پوليس به ترې پيسې اخلي،د امنيت په ټينګښت کې دغه کار هيڅ رول نه لري.))

دغه پرېکړه پکتيکا کې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې په ښرنه کې د موټرسايکل بم په چاودنه کې د سرروضې د ولسوال په ګډون شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.