جلال اباد (پژواک، ١٣ سلواغه ۹۷): د ننګرهار شپږو ولسواليو کې د شينوارو قوم د يوې لويې غونډې پرمهال له طالبانو سره د سولې له روانو هڅو ملاتړ وکړ او پر طالبانو يې غږ وکړ چې بين الافغاني سولې ته غاړه کېږدي.
دغه سلګونه قومي مشران، ديني عالمان، ځوانان او يو شمېر نور کسان د سلواغې په ۱۳مه د غني خېلو په ولسوالۍ کې راټول شوي و او د سولې راتګ ته يې هيله مندي وښوده.
د دغې غونډې پرمهال قومي مخورو، علماء کرامو او ځوانانو له حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د اوربند تر څنګ د تفاهم په ترڅ کې سوله وکړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عصمت الله شينواري وويل، چې د شينواري قوم په روانه جګړه کې سخت زيانونه ليدلي او پر ښکېلو خواوو غږ کوي، چې د دې خاورې د تلپاتې ثبات او پرمختګ په موخه سوله وکړي.
هغه زياته کړه : ((که ملا ونه تړئ دا خلک دا سوله نه پرېږدي، خلکو سره څوکۍ او قدرتونه دي. نور د هغو خلکو مه منئ چې طالب درباندې وژني او شيطاني درته کوي. زمينه ورته برابره کړئ چې طالب راشي او ډز بندي وکړي.))
د شینوارو قومي مشر ملک عثمان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې سولې ته دې په واقعي معنا کار وکړي او پر حکومتي مشرانو غږ کوي چې سوله دې د څوکۍ او سیاستونو ښکار نه کړي.
دغه قومي مشر ملک اختر هم پر افغاني سولې ټینګار کوي، هغه زیاتوي چې د جګړې له امله د شینوارو قوم ستر زیانونه ګاللي او په سلګونه ځوانان یې په دغه جګړو کې وژل شوي چې نور د دې لړۍ دوام نه غواړي.
همدا راز د شینوارو قوم اوسېدونکي د جګړو له ښکېلو غاړو غواړي چې اوربند وکړي او پر حکومتي مشرانو غږ کوي چې د سولې بهیر ته دې ژمن پاتې شي.
د شينوارو قوم په داسې حال کې دا غونډه کوي چې په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له لوري له طالبانو سره پر افغان سوله خبرې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن