جلال اباد (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۷): په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې يو شمېر مدني فعالانو او فرهنګيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي غايبانه جنازه وکړه او د لر او بر يو افغان ناره يې پورته کړه.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوليسو د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړى ارمان لوڼى پرون ناوخته په بلوچستان کې وژلى دى.
د دغه غورځنګ يوه مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، ارمان لوڼى پرون ناوخته د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د پوليسو له خوا د ډېرې شکنجې په ترڅ کې وژل شوى دى.
د نوموړي جنازه که څه هم نن په خپل پلرني ټاټوبي کې ترسره شوه، خو تر غرمې وړاندې دلته د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو شمېر مدني فعالانو او فرهنګيانو د هغه غايبانه جنازه وکړه.
دوی د عدم تشدد د باني خان عبدالغفار خان باچا خان د مزار انګړ ته ورټول شوي وو او هلته يې د ارمان د جنازې ترڅنګ د ((لر او بر يو افغان)) او ((ډيورنډ فرضي کرښه نه منو)) ناره هم اوچته کړه.
دوی ټينګار وکړ چې دا ځل لر او بر پښتانه بيداره شوي او د داسې ځوانانو په وژلو د پاکستان حکومت نه شي کولی نور له پښتنو څخه د لر او بر يوځای کېدو فکر لرې کړي.
مدني مبارز اسدالله ښاليز په دې باور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو وژل د دغې ډلې نورو غړو ته لا جذبه ورکوي او لا يې هڅوي چې خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.
دغه راز ملي مبارز شريف الله ناصري غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژلو قضيه دې په بې طرفه توګه د نړيوالو ناظرينو له لوري وڅېړل شي.
نوموړي پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ستونزو د حل په برخه کې په نړيواله کچه غږ پورته کړي.
د يوه بل خبر له مخې، د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار د شهيدانو په پارک کې د ارمان لوڼي جنازه وشوه.
په دې مراسمو کې د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې غړو او ځوانانو ګډون کړى وو.
ګډونوالو د لوڼي وژنه وغندله او پښتنو ته يې د هغوى د حقوقو د ورکړې غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن