کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې د ابراهيم ملکزاده جنازې يې ته يې درناوى وکړ، وويل چې هغه د هېواد او خلکو لپاره هر ډول قربانۍ ته حاضر و او په ولسي جرګه کې یې د ملت د واقعي استازي په توګه ملي ګټې وپاللې.
ډاکټر ابراهيم ملکزاده د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه (اوسنۍ) دورو کې د غور ولايت د خلکو استازى او د اولسمې دورې په ټاکنو کې مخکښ نوماند و چې څلور ورځې مخکې مړ شو.
د هغه کورنۍ غړو ويلي و، نوموړي کومه ناروغي نه لرله، نو د مړه کېدو دليل معلوم نه دى او په دې اړه د عدلي طب پايلو ته منتظر دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي مرحوم ډاکټر محمدابراهیم ملکزاده جنازې ته درناوی وکړ.
ولسمشر په شهید محمد داوودخان روغتون کې د مرحوم ډاکټر محمدابراهیم ملکزاده اروا ته د دعا پرمهال وویل، نن سخته ورځ ده، موږ او امنیتي ځواکونه د ډاکټر صاحب ملکزاده په وفات غمجن یو. د هغه کورنۍ، د غور ولسونو، د ولسي جرګې استازو او د افغانستان خلکو ته د هغه د وفات له امله تسلیت وايي.
ده وویل، مرحوم ملکزاده د پرچمن ولسوالۍ د سقوط د مخنیوي په ګډون په غور ولایت کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې کوښښونه وکړل.
غني څرګنده کړه، هغه د هېواد او خلکو لپاره هر ډول قربانۍ ته حاضر و او په ولسي جرګه کې یې د ملت د واقعي استازي په توګه ملي ګټې وپاللې.
هغه زیاته کړه: "د دغه لوی او ژمن انسان شخصیت او خدمتونو ته د درناوي لپاره مې نن سهار هغه ته د لوی پاسوالۍ د رتبې ورکړه لاسلیک کړه."
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مرحوم ډاکټر ملکزاده پر وفات کېدو د خواشیني او غمشریکي د څرګندولو پرمهال وویل، نوموړی ثابت قدم، استوار او خدمتګار انسان او د خپلو خلکو لپاره د اتلولۍ غوره نمونه وه او د غور ولایت د ناامنیو په مخنیوي کې یې مهم رول درلود، فردوس جنت دې یې ځای شي.
ورپسې د مرحوم ډاکټر محمد ابراهیم ملکزاده د کورنۍ په استازیتوب علم خان د ولسمشر غني، اجرائیه رئیس او ټولو هېوادوالو له خواخوږۍ او غمشریکۍ څخه په مننې وویل، مرحوم ډاکټر ملکزاده د نظام د بقا او د وطن د سرلوړۍ لپاره هلې ځلې کولې او د ده هرې کړنې او اقدام زموږ لپاره مهم پیغام درلود.
وروسته جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس تر نظامي توپ پورې د مرحوم ډاکټر محمدابراهیم ملکزاده د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن