جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې د شل ميليونه افغانيو په لګښت د سړکونو، ويالو او استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
دا پروژې د ولسي تړون برنامې له لارې د ولسي شوراګانو په همکارۍ مخې ته وړل کېږي چې ولسي ونډه هم په کې شامله ده.
د جلال اباد ښاروالۍ د ښې حکومتولۍ امر سيد همايون غريبمل د کب په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، د مرکز جلال اباد ښار نهمه ناحيه کې د ولسي تړون ملي پروګرام او د ولسي ګډون په دوولس نيم ميليونه افغانيو لګښت د سړکونو، ویالو او استنادي دېوالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ۱۶۳۶ متره سړکونه، ۹۲۰ متره ويالې، ۴۱۰ متره کانالونه، ۴۳۶ متره د ويالو فلزي جالۍ او د ۲۲۵ مترو په اوږدوالي د ويالو جوړول شامل دي.
دی وايي، په دې پروژه کې سلګونه مسلکي او غير مسلکي کسانو ته د کار زمينه هم برابرېږي او د جوړېدو ټولې چارې به يې په شپږو مياشتو کې ترسره شي.
د غريبمل په وينا، له دې پروژو به ۴۷۰ کورنۍ په مستقيم او زرګونه کورنۍ په غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې د اته ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۲۲ کيلومتره خام سړک جوړولو او جغل اندازۍ چارې پيل شوې.
د چپرهار ولسوال صديق دولتزي وايي چې دغه سړک له يوولس کلیو څخه تېرېږي او له تريلي څخه تر ماڼو پورې د ۲۲ کيلومتره په اندازه په خام ډول جوړېږي.
نوموړي وويل چې ياد سړک د کليو پراختيا ادارې د اته ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي چې چارې يې کليوالي شوراګانو له خوا پر مخ وړل کيږي.
د هغه په وينا، په دې پروژه کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې چې د درېيو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
په دې وروستيو کې د کليو پراختيا رياست له لورې د ولسواليو او جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په کچه د ولسي تړون برنامې له لارې د رغونې پروژې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن