کابل (پژواک، ٦ کب ٩٧): د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان سفير وايي چې دغه سازمان په افغانستان کې د سولې پروسې او مشورتي لويې جرګې په اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان سفیر حسین اوني بُتساني په کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان د حکومت پر رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
حسین اوني بُتساني وویل، د اسلامي همکاریو سازمان په دې برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ولسمشر غني له حسین اوني بُتساني څخه همکاریو ته د چمتووالي له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان له لوري د علماوو د بین المللي کنفرانس د بریالي ترسره کېدو قدرداني وکړه او ويې ویل، یاد کنفرانس مثبتې اغېزې او پایلې لرلې.
ده وویل، هیله من یو چې د اسلامي همکاریو سازمان د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد خپلو ارزښتناکو بحثونو ته ادامه ورکړي، څو د ترهګرۍ او افراطیت له اړخه نړۍ ته متوجه تهدید دفعه او له منځه لاړ شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP