اسعداباد (پژواک، ١٥ کب ٩٧): ولسمشر اشرف غني د کونړ ولايت امنيت ته د جدي پاملرنې تر څنګ په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې پر زياتولو ټينګار وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوغاتي دفتر وايي چې کونړ ولايت ته د سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني نن د دغه ولایت له ښځو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، لومړى مېرمن اسما سحر د کونړ ولایت د ښځو په استازیتوب خبرې وکړې، په دولتي ادارو کې د ښځو د استخدام، د ملي پروګرامونو د تطبیق، په فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د فعالیت، د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون، د ښځو لپاره د روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د ښځینه ډاکټرانو زیاتولو ته د پاملرنې او د کونړ ولایت د ښځو لپاره د تفریحي پارکونو جوړولو په اړه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهور ريیس سره شریک کړل.
ولسمشر غني د ښځو د جرګې د بریالي ترسره کېدو چې د کونړ ولایت ښځو په کې فعاله ونډه درلوده، د مبارکۍ تر څنګ وویل، دوه کاله مخکې د سولې په اړه بحث نه کېده او نن يې اصلي او ملي بحث سوله دی.
هغه زیاته کړه: "د سولې په مشورتي لویه جرګه کې چې ډېر ژر به جوړه شي، له هرې ولسوالۍ به د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو استازې ګډون ولري."
ولسمشر وویل، د کونړ ولایت د ښځو ستونزو ته به اساسي پاملرنه وشي او د دغه ولایت پر ملي شتمنیو لکه اوبو او کانونو به پانګونه وشي.
هغه زیاته کړه، ښځې له څنډې څخه متن ته راغلې او موږ ښځو ته د بي بي عایشې او بي بي خدیجې عزت غواړو.
ولسمشرغني د کونړ والي ته لارښوونه وکړه چې په دولتي ادارو کې دې د ښځو ونډې زیاتېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغه راز ولسمشر د کونړ ولايت د ولایتي شورا غړو سره هم وليدل.
په پيل کې محمد صافي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د حکومت له پراختیایي او زېربنایي پروګرامونو د قدرداني تر څنګ یې په سرحدي ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو، داخلي بې ځایه شوو کډوالو، د ځنګلونو د بیارغاولو، په قانوني ډول د کانونو د کيندنې، د اوبو کانالونو جوړېدو او له درېیمې درجې دویمې ته د کونړ د ارتقاع په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.
ولسمشر غني د ولایتي شورا له غړو د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو له شریکولو مننه وکړه او وې ویل، امنیتي مسوولینو ته یې د کونړ ولایت د بېلابېلو برخو د امنیت د تامین په برخه کې لارښوونې کړې څو د شینوارو، غني خېل او مومنددرې ولسوالیو په شان اقدامات وشي.
هغه زیاته کړه، د کانونو قانون تعدیل شوی او کانونه به په اساسي او قانوني ډول کيندل کېږي او پراختیا به مومي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن