ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Mar 2019 - 13:57
ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Mar 2019 - 13:57

جلال اباد (پژواک، ۲۰ کب ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د يو کور د چت پرېوتو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د معلوماتو له مخې، په مړو شويو کسانو کې د اتو مياشتو ماشومه هم ده.

د ننګرهار د والي وياند  عطاء الله خوږياڼي د کب په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې پېښه نن سهار د جلال اباد اوومې ناحيې اړوند د غوچکو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

دی وايي، د سخت ورښت له امله د يوه کور ديوې خونې چت پرېوتی چې د کور مېرمن او د هغې يوه اته مياشتنۍ لور په کې مړه شوې او درې نور ماشومان ټپيان شوي دي.

د والي وياند زياته کړه چې د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي.

د سيمې يوه اوسېدونکي سيد محمد وويل، چې پېښه په يوې غريبې کورنۍ کې رامنځته شوې چې د غربت له امله په يوې زړې خونې کې اوسېدل.

د يادولو ده چې له تېرې شپې راهيسې جلال اباد ښار کې باران ورېږي چې ځينې وختونه يې شدت زيات شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.