کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډيبرا رچرډسن د وري په ٦مه پژواک اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو او امريکايي سلاکارانو يې تېره شپه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
هغې زياته کړه چې د دغو عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو پر دوى د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې چې له امله يې دوى د هوايي ځواک مرسته وغوښته.
د نوموړې په وينا، په دې نښته کې د سروبي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له شپږو ملګرو سره وژل شوى دى.
ډېبرا وايي، له بده مرغه په دې نښته کې څلور مېرمنې او يو ماشوم هم وژل شوي دي.
د امريکايي ځواکونو وياندې وويل، دوى تل هڅه کړې چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي او د دې بدې پېښې په اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه پلټنې پيل کړې دي.
د افغانستان د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو وياندویانو په دې اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن