مهترلام (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې ډېر ژر به په قرغيو ولسوالۍ کې د سرتېرو کورنيو ته د ځمکې د نومرو د وېش لړۍ پيل شي.
د قرغيو ولسوالۍ د فرمانخېلو ښارګوټی ټولټال ۱۸۷۲ نومرې لري چې له ډلې یې زرو کسانو د نومرو ترلاسه کولو پيسې هم تحويل کړې دي.
د دغو کورنيو هر يوې يې حکومت ته شپږ کاله وړاندې ۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړې وې، په همدې موده کې يې د اړوندو ټولو ادارو دروازې په ځلونو ټکولې، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.
په دې تړاو پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۷کال د کب په ۱۳مه يو راپور چې د چارواکو بي غوري د دغه ښارګوټي د چارو د ځنډ لام شوى خپور کړی و.
خو اوس د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د ښارګوټي پر وړاندې پرتې ستونزې حل شوي او ډېر ژر به د نومرو د وېش چارې پيل شي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک اژانس ته وويل: ((ستاسو تر راپور وروسته والي صيب د قرغيو ولسوالۍ چارواکي، د ښار جوړونې ادارې او مهترلام ښاروالۍ مسوولين او نور اړوند امنيتي مسوولين را وغوښتل او په دې برخه کې يې ورته د جديت امر ورکړ.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن