اسعداباد (پژواک، ٣ غويى ٩٨): دکونړ ولايت په مرکز او څلورو ولسواليو کې د ٣٨٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د چرګانو نهه فارمونه جوړ شول.
د دغه ولايت د کرنې او مالدراۍ رييس انعام الله ساپيد کونړ د څوکۍ په ولسوالۍ کې په جوړه شوې ناسته کې وويل، د دغو فارمونو شپېته سلنه لګښت د کرنې وزارت او پاتې نور د فارمونو د مالکانو پر غاړه دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، کونړ کې ۳۷۶ د چرګوړو د لوېدو فارمونه شتون لري او په کال کې ۵۶۰۰ ټنه غوښه تولیدوي.
دى وايي چې د دغې غوښې نيمايي يې نورو ولايتونو ته صادرېږي.
دکونړ والي عبدالستار میرزکوال د يادو نهو فارمونو د پرانستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د دغو فارمونو د چرګانو له غوښې استفاده وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن