هرات (پژواک، ٤ غویی ٩٨): د هرات د ګمرک سلګونه کارګر اسلام کلا ته د یاد ګمرک د لېږد په غبرګون کې د ولایت مخې ته راټول شوي وو او ګواښ یې وکړ چې د دوی د غوښتنو نه منلو په صورت کې به عمومي لویې لارې وتړي.
د دغو لاریون کوونکو شمېر سلګونو کسانو ته رسېده او د «موږ عدالت غواړو» شعارونه یې ورکول.
دوی وویل، د دغه ګمرک له انتقال سره زرګونه کارګر اوزګارېږي.
دا په داسې حال کې ده چې مالیې وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د اسلام کلا سرحدي ګمرک ته د هرات د محصولي ګمرک په انتقال به له لسو زرو څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د لاریون کوونکو له ډلې عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ اته زره کارګر یو، ټول وږي یو، موږ په ۳۰ افغانیو خوښ یو چې خوشاله یو، که ګمرک انتقال کړي موږ ټول بېکاره کېږو.))
هغه ګواښ وکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي دوی به د هرات لویې لارې وتړي.
یوه بل معترض غلام سرور برهاني پژواک ته وویل: ((څو ورځې مخکې مو هم لاریون وکړ، د والي مرستیال راسره دروغجنې ژمنې وکړې خو نن د هرات ګمرک اسلام کلا ته انتقالېږي.))
هغه زیاته کړه: ((موږ خپل حق غواړو.))
د سید عارف په نوم یوه بل اعتراض کوونکي وویل: ((له خپل حق څخه د دفاع لپاره راغلي یو، موږ لویې لارې تړو او په هېڅ صورت نه پرېږدو چې د هرات ګمرک له دغه ځای څځه انتقال شي.))
په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند شعمروزخان مسجدي اسلام کلا بندر ته د هرات ګمرک انتقالېدل تایید کړل او ویې ویل، د عایداتو زیاتېدو، د قاچاقي توکو د وارېدېدو څخه د مخنیوي، د حکومتي درامد د تېښتې او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هرات ګمرک اسلام کلابندر ته انتقال شوی دی.
د مالیې وزارت ویاند زیاته کړه، د حکومت دغه اقدام له یوې خوا د اداري فساد د کمېدو او بلخوا د ښار د ګمرک په پرتله خلکو ته زیات کاري فرصتونه رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه، د لاریون زیاتره ګډونوال د ګمرک رسمي کارکوونکي نه دي.
هغه روښانه کړه چې د قانون له مخې باید ګمرکونه په سرحداتو کې وي او په نږدې راتلونکي کې به د قندهار او شمال زون د ګمرکونو په اړه هم اقدام وشي.
د هرات سیمه ییزه اداره هم اسلام کلا بندر ته د هرات ګمرک انتقال مني او وايي، تر اوسه یې ځینې څانګې انتقال شوې دي.
د اسلام کلا بندر د هرات ښار په ۱۲۰ کیلومترۍ کې له ایران سره په سرحد کې موقعیت لري.
اسلام کلا د هېواد له مهم بندرونو دی چې هر کال ترې میلیاردونه افغانۍ د دولت عایداتو ته جمع کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن