ژبه

معترض نوماندان: ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه شي

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۸): د ۱۲ ټاکنیزو حوزو معترضو نوماندانو په کابل کې د تحصن په شپږمه ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان بې باوره ګڼي او وايي، ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه شي.

د هلمند، کندهار، ننګرهار، میدان وردګو، پکتیکا، لوګر، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات ولایتونو او کوچیانو حوزې معترضو نوماندانو نن د کابل ښار په زنبق څلورلاره کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا د ولسي جرګې د وروستیو پایلو اعلان د پراخو درغلیو له امله د منلو وړ نه دی.

له کندوز ولایت د ولسي جرګې معترضې نوماندې شکریې پیکان د ټاکنو په ورځ پر پراخو درغلیو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه کسان چې کمې رایې لري، د رشوت پر اساس په وروستیو پایلو کې بریالي اعلان شوي دي.

نوموړې ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدو لپاره د ځانګړې محکمې جوړېدل مهم وګنل او زیاته یې کړه: ((تر څو چې ولسمشر غني پراخو درغلیو، سرغړونو او ستونزو ته د رسېدو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو امر ونکړي موږ له خپلو خېمو څخه بیرون نه وزو.))

له بغلانه ولسي جرګې ته بلې معترضې نوماندې فرزانې فرهمند وویل، د هغو کسانو پرېکړه چې د فساد، سرغړونو او درغلۍ په تور عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي مشروعیت نه لري او هېوادوال یې نه مني.

هغه روښانه کړه: ((له حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو غواړو چې حق حقدار ته وسپاري او د زورواکو، فاسدینو او خاینانو چې د رشوت پر اساس یې وروستي لېست ته لار موندلې، پر ځای هغه کسان چې د خلکو رښتینې رایې لري بریالي اعلان کړي.))

له لوګر ولایته د ولسي جرګې بل نوماند سید فرهاد اکبري زیاته کړه: ((هغه جنایتکارانو ته باید ځانګړې محکمه جوړه شي چې د رشوت له لارې ولسي جرګې ته بریالي شوي او سرغړوونکي، درغلي کوونکي او هغه کسان چې د رشوت په ورکولو ولسي جرګې ته بریالي شوي باید د معترضو نوماندانو او پر ټاکنو د څار بنسټونو په حضور کې ځواب ورکړي څو عدالت تامین او حق حقدار ته وسپارل شي.))

معترضو نوماندانو ګواښ وکړ چې د دوی مشروع او قانوني غوښتنو ته د نه رسېدو په صورت کې به د اعتراضونو پراخولو تر څنګ د ټاکنیزو کمېسیونونو او ارګ دروازې وتړي.

معترضو نوماندانو یو پرېکړه لیک هم خپور کړی او له وروستي لېسته د دوی د لرې کېدو په اړه یې سپیناوی غوښتی دی.

دوی د ټاکنو له ملي او نړیوالو څارونکو بنسټونو غوښتي چې د عدالت غوښتنې په برخه کې د دوی ملاتړ وکړي او له وروستي لېسته د دوی د بې مورده لرې کېدو مسئلې ته جدي توجه وکړي.

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي: ((له حکومته مو اصلي او روښانه غوښتنه د ځانګړې محکمې جوړېدل دي څو له وروستي لېسته زموږ د لرې کېدو په اړه پوښتنه وشي او د خلکو معامله شوې رایې بېرته خپلو څښتنانو ته وسپاري.))

د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې.

login or register a new account.