Language

د پکتیکا په اورګون کې د یوه واده ۱۴۰ ګډون کوونکي مسموم شوي

ښرنه (پژواک، ١٢ غويی ٩٨): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې په يوه واده کې له ډوډۍ خوړلو وروسته شاوخوا ١٤٠ کسان مسموم شوي دي.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبډالهادي هاشمي د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اورګون ولسوالۍ په سور کمر کلي کې د يوه واده د مراسمو پر مهال له ډوډۍ خوړلو وروسته لسګونه کسان مسموم شوي دي.

دى وايي: ((د سلو کسانو درملنه په سيمه کې زموږ د کاري ټيم له خوا شوې او ٣٤ نور يې د اورګون روغتيايي مرکز ته راوړل شوي او دا مهال يې درملنه روانه ده.))

هاشمي وايي چې دغه کسان له تبې، خونې اسهال او شديدې خوا ګرځېدنې سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې د دې پېښې علت پيدا کړو، په همدې خاطر مو د تېرې شپې د ډوډۍ يوه نمونه د معاينې لپاره مرکزي لابراتور ته استولې ده.))

د سيمې يو اوسېدونکي نېک محمد پژواک ته وويل چې ملګري يې دغه واده ته ورغلي وو او بيا وروسته ناروغان شوي دي.

نيک محمد زياتوي: ((دغې پېښې د خلکو په منځ کې سخته وېره پيدا کړې اوس خلک له ډاکترانو غواړي چې علت يې معلوم کړي.))

د اړوندې موضوع په اړه د واده کورنۍ غړو له څه ويلو ډډه وکړه.

بل لور ته د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک ته وويل چې پوليس سيمې ته ورغلي او د دې پېښې څېړنه يې پيل کړې ده.

دى وايي چې له څېړنو وروسته به په دې اړه نور معلومات له رسنيو سره شريک کړاى شي.

د يادونې ده، په دې پېښه تر اوسه چا خپل ژوند له لاسه نه دى ورکړى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.