کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۸): د ملي یووالي اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په حکوتي څوکیو د نوو کسانو د ګومارلو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او هغه یې یو سیاسي تصمیم وباله، دغه راز نوموړی مني چې دغه چاره د منلو نه ده او باید مخه یې ونیول شي.
اجرائیه ریاست زیاته کړه، د ټاکنو په برخه کې مطرح شوي تورونه د حکومت پر کړنو د منفي اغېز تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د ښځو مقام او فعالیت ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.
اجرائیه رییس نن په سپېدار ماڼۍ کې د وزیرانو شورا د ناستې پر مهال په دولتي ادارو کې د ولسمشر له خوا د نوو کسانو پر ګومارنې د نیوکې تر څنګ وویل، په دولتي ادارو کې د کسانو ګومارنه او له دندې ګوښه کول له مشورې پرته ترسره کېږي.
هغه د ولسمشر له خوا انفکاک او پر حکومتي څوکیو د نوو کسانو ګومارنه یو سیاسي تصمیم ګڼي او وايي: ((له بده مرغه هغه کسان چې له دندو ګوښه کېږي، له ټولنیزو رسنیو خبرېږی.))
د ده په خبره، انساني چلند داسې دی چې د موضوع په اړه کس ته مخامخ خبر ورکړل شي او د کس نظر ته توجه اړینه ده.
login or register a new account.