لومړى تعقيب – غزني (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٨): ځينې سرچينې وايي چې امنيتي ځواکونو د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز له وسله والو طالبانو نيولى او د ولسوالۍ په څنډوکې جګړه روانه ده .
د راپورونو په اساس، يوکال مخکې وسله والو دغه ولسوالۍ نيولې وه او هغه مهال ددغې ولسوالۍ د ولسوال علي شمس دوست په ګډون نهه پوليس وژل شوي وو.
ملي دفاع وزارت او د غزني ولايت مطبوعاتي دفتر ويلي چې دغه ولسوالۍ امنيتي ځواکونو نن سهار ٩بجې نيولې ده .
د يادې ولسوالۍ د قلعه نو سيمې يوه اوسېدونکي نهضت الله وويل چې نن سهار د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه چې امنيتي ځواکونو ٩بجې د ولسوالۍ ودانۍ ونيوله .
د نوموړي په خبره، اوس غرمهال مهال هم د ولسوالۍ د ودانۍ په شاوخوا سيمو کې د دواړو لور ترمنځ جګړه روانه ده .
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي چې د ولسوالۍ له مرکز سره په نږدې سيمو کې تصفيوي عمليات پيل شوي دي.
د هغه په خبره، چې تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن