فیض اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی۹۸): په بدخشان کې د برېښنا شرکت سیمه ییز دفتر وايي، په دې ولایت کې خلک او دوه امنیتي ارګانونه له څلورو کلونو راهيسې د برېښنا لګښت له وجې ۵۴ میلیونه افغانۍ پور نه دی ورکړی.
د بدخشان د برېښنا شرکت رئيس انجنیر سلطان محمد عطایي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بدخشان امنیه قوماندانۍ، د دفاع وزارت اړوندو سرحدي ځواکونو او د دې ولایت نورو خلکو له ۱۳۹۴ کال را په دېخوا د برېښنا لګښت له وجې ۵۴ میلیونه افغانۍ پور نه دی ادا کړی.
ده زیاته کړه، د بدخشان امنیې قوماندانۍ او د دفاع وزارت سرحدي کنډک، د ۱۶ میلیونو په شاوخوا د برېښنا لګښت له وجې پوروړي دي؛ پر پرله پسې غوښتنو سربېره يې هم پور نه دی ادا کړی.
د هغه په وينا، په بدخشان کې تر اوسه زورواکي نشته چې د برېښنا لګښت پیسې يې نه وي ورکړي، خو خلک د بیچارګی له امله د برېښنا مصرف د پیسو ورکولو توان نه لري.
د هغه په وینا، د وارداتي برق نه شتون او د جنراتورونو ډیزلي برېښنا د لوړ قېمت له وجې خلک د دې توان نه لري چي په وخت سره د هغه پیسې ورکړي او له همدې امله د دې ولایت اوسېدونکي ۳۸ میلیونه افغانۍ د برېښنا له شرکت څخه پوروړي دي.
عطايي یاده کړه چې په اوس وخت کې د بدخشان ښاریانو ته ۱،۵ مېګاواټه ډیزلي برېښنا د شپې له خوا د څلورو ساعتونو لپاره وېشل کېږي او د بهارک په یوه برخه او د جرم، یفتل پایان او شهدا په ولسوالیو کې د اوبو برېښنا دغه راز د اشکاشم، شغنان او نسي ومایمي ولسوالیو کې د تاجکستان له هېواد څخه وارده شوې برېښنا کارول کېږي.
ده د ولسمشر د هغه فرمان په باره کې چې ویلي يې و: «هغه ښارونه چې له ډیزلي برېښنا ګټه اخلي، ۳۰ سلنه دې د برېښنا په لګښت کې تخفیف لري»، وویل چې د ولسمشر فرمان پنځو ولایتونو ته دى چې په کې په پوره ډول ډيزلي جنراتور کارول کيږي، خو د بدخشان يواځې په فیض آباد ښار کې له ډيزلي برېښنا ګټه اخیستل کېږي او یادې ولسوالۍ د اوبو او وارداتی برېښنا څخه ګټه اخلي، له همدې امله بدخشان له دې فرمان څخه ګټه نه شي اخیستلی.
هغه زیاته کړه، په فیض آباد کې د برېښنا پېرودونکي شته، خو ټولټال له ۲۲ زرو زیاتې کورنۍ د اوبو، وارداتي او ډیزلي برېښنا له رڼا څخه ګټه اخلي.
نوموړي په ډاګه کړه چې فیض اباد کې د شورابک برېښنا بند په جوړېدو به په دې ښار کې د برېښنا ستونزه هواره شي.
مدنی فعال غلام محمد اتش پور وویل، د فیض اباد ښار خلکو لویه ستونزه د برېښنایي انرژي کمښت دی، زیاتره خلک د فقر تر خط لاندې ژوند کوي او خپل د برېښنا لګښت نه شي ورکولی؛ دا ځکه چې یو کیلو واټ ډیزلي برېښنا ۳۰ افغانۍ ده.
نوموړي زیاته کړه، تر هغه چې وارداتي برېښنا تمدید نه شي او د شورابک د برېښنا بند کار پای ته ونه رسېږي، دا ستونزه شته او خلک د ډيزلي برېښنا د اخیستلو توان نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن