ژبه

د کابل- شارجې ترمنځ نن هوايي دهلېز پرانيستل شو

 

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۸): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ويلي چې د نورو هېوادونو او افغانستان ترمنځ د دهلېزونو پرانيستلو په لړ کې نن د کابل – شارجې هوايي دهلېز هم پرانيستل شو.

د ياد وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد دهلېز په لومړۍ الوتنه کې نن څه باندې ۲ ټنه زردالو او تازه الو شارجې ته ولېږدول شول.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مخکې د افغانستان، هند، قزاقستان، ترکيې، عربستان او اروپا ترمنځ هوايي دهلېزونه فعاله شوي دي.

د سرچينې معلوماتو پر بنسټ، د هوايي دهلېزونو پرانيستې له پيله تر اوسه څه باندې ۷ زره ټنه توکي د ۶۳۰ الوتنو په ترڅ کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ياد وزارت چارواکو معلوماتو له مخې، د افغانستان او ځينو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېزونو له پيل څخه وړاندې د افغانستان صادراتو اصلي مسير پاکستان و؛ خو ډېر ځله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترينګلو اړيکو له امله افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کېدل، دا ستونزه لامل شوه څو افغان چارواکي له نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانيزي.

login or register a new account.