ژبه

((غني د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو پر وړاندې زور کاروي))

 

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): د افغانستان متحد اسلامي حزب وايي چې ولسمشر غني د ولسمشرۍ نوماندانو، ګوندونو او مجاهدینو پر وړاندې زور کاروي او د هغوی په اعتراضاتو هېڅ غوږ نه ګروي.

د افغانستان متحد اسلامي حزب مشر وحيدالله سباوون نن د یوې ناستې پر مهال د ولسمشرۍ نوماندانو، سیاسي ګوندونو او مجاهدينو اعتراضاتو ته د ولسمشر له خوا د نه پاملرنې تر څنګ وویل چې هغه له زور او وسلې کار اخلي.

نوموړي، ولسمشر د مشرانو، سیاسي ګوندونو او مجاهدينو ضد وباله ويې ویل: ((داخلي جګړې زور اخيستی او د شپې له مخې د طالب په نوم د مجاهد کور بمبارېږي او یا چاپه پرې اچول کېږي، دا کارونه د خلکو له سترګو نه پټېږي.))

هغه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو مدني حرکتونو پر مخنیوي نیوکه وکړه، ویې ویل: ((موږ هغه (غني) د ولسمشر په توګه نه پېژنو، خو غني حق نه لري چې زموږ د مدني حرکت مخه ډب کړي.))

سباوون، مدني حرکت د ټولو هېوادوالو حق وباله ویې ویل چې د ولسمشر په ګډون هېڅوک حق نه لري چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو او ښاریانو د مدني اعتراضاتو مخنیوی وکړي.

هغه په ډاګه کړه: ((چې کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او ملي اردو شخصي نه دي، بلکې ټول ولس اړوند دي، هېڅوک حق نه لري چې امنیتي ځواکونه د ولسمشرۍ نوماندانو او خلکو پر وړاندي وکاروي، دا یو ګواښ و او زموږ دا مدني اعتراضات دوام مومي، که په هوښ را نه غلل، د ولسمشرۍ ډېر نوماندان به اعتراضونه وکړي.))

نوموړي وویل چې د روان کال د تلې په شپږمه د ټاکنو ترسره کولو ته هیله مندي نشته او ښايي چې د سړې هوا په پلمه ټاکنې د راتلونکې کال په پسرلي کې ترسره شي.

هغه د ولسمشرغني له لوري پر نوو ګومارنو او انفکاک نیوکه وکړه ویې ویل چې وروستۍ ګومارنې غیر قانوني دي، باید مخنیوی یې وشي.

د افغانستان متحد اسلامي حزب مشر سوله د افغانستان له لومړیتوبونو وبلله ویې ویل چې د سولې په تړاو یوه ملي او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او سولې ته هیله مندي زیاته شوې ده.

سباوون په پاکستان د سیاسیونو غونډې ته په اشارې وویل: ((د پاکستان غونډه ښه وه، هیله مندي پیدا شوې او پاکستان ژمنه وکړه چې په افغانستان کې سوله غواړي او ویې ویل چې افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده او ژمنه یې وکړه چې دې هڅو ته به دوام ورکوي.))

نوموړي دغه مطلب ته په اشارې چې امریکا سوله غواړي، وويل له دې امله پاکستان هڅه کوي چې څنډې ته پاتې نه شي.

login or register a new account.