ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون ٨ کارکوونکي وژل شوي

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون ٨ کارکوونکي وژل شوي

author avatar
30 Jun 2019 - 13:43
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون ٨ کارکوونکي وژل شوي
author avatar
30 Jun 2019 - 13:43

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): وسله والو طالبانو تېره شپه د معروف ولسوالۍ پر مرکز برید کړی چې امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د ټاکنو کمېسيون اته کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، لومړی د ولسوالۍ پر ودانۍ د هاموې موټر په وسیله چې چاودېدونکي توکي په کې ځای شوي وو، چاودنه شوې او وروسته نورو وسله والو ډله ییز برید کړی دی.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي برید تاییدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

د کندهار د امنیې قوماندان سکرتر قسیم ازاد پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د ولسوالۍ پر ودانۍ د څلورو هاموې موټرو په وسیله برید کړی چې سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

هغه د طالبانو دا ادعا رد کړه چې ګواکې وسله والو طالبانو معروف والسۍ سقوط کړې ده.

په خپله د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان وايي چې وسله والو له چاودېدونکو توکو بار موټرو په وسیله د ولسوالۍ پر مرکز برید کړی چې سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په خپل ټویټر کې د دې خبرې په دوام لیکلي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو برید پر شا تمبولی دی.

ده یادونه کړې چې دې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري لېږل شوي او د پېښې اړوند پلټنې روانې دي.

په عین حال کې داسې خبرونه دي چې ګواکې په دغه برید کې د ټاکنو کمېسیون ۸ کار کوونکي هم وژل شوي دي.

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هم داسې خبر ترلاسه کړی چې ۸ کارکوونکي یې وژل شوي دي.

ده زیاته کړه، د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې لپاره په معروف کې ۴ کسان د ولسوالۍ اوسېدونکي استخدام شوي وو او نور له کندهار ښاره ورغلي وو چې تېره شپه د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د معروف ولسوالۍ پر مرکز یې برید کړی او له درېیو پوستو سره یې سقوط کړی دی.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولسوالۍ په ابتو سیمه کې يې د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.

 

هغه ادعا کوي چې په دغه برید کې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د هغه د مرستیال په ګډون ۵۷ کسان وژل شوي، ۱۱ نیول شوي او ګڼ وسایط او وسلې د دوی لاس ته لوېدلي دي.

خو چارواکي د وسله والو دا ادعا ردوي.

د یادونې ده، شاوخوا یو کال وړاندې هم وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر ودانۍ خونړي بریدونه وکړل او حکومت اړ شو د ولسوالۍ ودانۍ له یوه ځایه بل ته ولېږدوي.

د ولسوالۍ پخوانی مرکز چې د یوسف نیکه په سیمه کې و، له ډېره وخته د وسله والو طالبانو له خوا محاصره و چې وروسته یې پرې ډله ییز بریدونه وکړل او سیمه ییز چارواکي اړ شول د ولسوالۍ مرکز له دغه ځایه بل ځای ته ولېږدوي.

معروف ولسوالي له کندهار ښاره ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې له بلوچستان او کوېټې سره ١٥٥ کيلومتره شریکه پوله لري او دغه راز د زابل ولايت له اټغر، شملزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.

توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ او باديني هغه درې لارې دي چې له يادې ولسوالۍ د کرښې هغې غاړې (پښين او کويټې) ښارونو ته غځېدلې دي.

د دې ولسوالۍ د کليو شمېر ٣٦٠ ته رسېږي چې له ١٥٠ تر ٢٠٠زره تنو پورې وګړي په کې ژوند کوي او اقتصاد يې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.

خو امنيتي مسوولین دا ادعا ردوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.