لښکرګاه ( پژواک ۱۶ چنګاښ ۹۸ ): د ولسمشر د فرمان له مخې په هلمند کې پر بېلا بېلو جرمونو محکوم شوي ٥٤ زندانيان خوشي شول.
د هلمند مرستيال والي مجاهد الله صفاري په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، یاد ٥٤ بندیان له دوه تر اتو کلونو پر بند محکوم شوي وو.
هغه وايي: ((دغو کسانو د بند نيمايي او يا له هغه نه ډېره موده تېره کړې وه او د مجاهدينو د بريا ورځې په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې خوشي شول.))
د صفاري په خبره، په خوشي شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.
د یادو ۴۵ خوشي شویو کسانو له ډلې محمد هارون پژواک خبري اژانس ته وويل چې زندان د مجرمينو لپاره د اصلاح او روزنې غوره ځاى دى.
هغه وايي: ((زه ژمنه کوم چې نور به خپل عادي ژوند کوم او له جرمونو به لرې ګرځم، ځکه زندان ډېر بد ځاى دى او سړى له هرڅه لرې کوي.))
د يادونې وړ ده چې د هلمند په زندان کې دا مهال د ٣٧٠ سياسي زندانيانو په ګډون ١٠١٩ تنه د بند شپې سبا کوي چې ٢٠ تنه يې ښځې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن