Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مزارشريف کې د يوې کورنۍ درې ښځې وژل شوې

مزارشريف (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې کورنۍ درې ښې وژل شوې او دوه ماشومان ټپيان دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه د جمعې په ماښام د مزارشريف ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، يوه ناپېژاند وسله وال د نهمې ناحيې اړوند د دشت شور سيمې په ۱۳مه کوڅه کې د شيما په نوم د يوې مېرمنې کور ته ننوتلی او هلته يې د مېرمن شيما په ګډون درې ښځې وژلې او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.

هغه زياتوي چې ۲۸ کلنه مېرمن شيما د جوزجان د اقچې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه چې له مېړه يې طلاق اخيستی و او له څه مودې راهيسې يې په مزارشريف ښار کې ژوند کاوه.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په دې پېښه کې د مېرمن شيما يوه ۳۸ کلنه خاله او همدا راز يوه ۱۸ کلنه خپلوانه هم وژل شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې وسله وال کس د يادې کورنۍ د دوو ماشومانو د وژلو هڅه هم کړې خو هغوی په ټپي حالت کې ژوندي پاتې شوي.

د عادل په خبره، د پوليسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې ياده پېښه د شخصي تربګنۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي چې قاتلين د پېښې له ځايه پر تېښته بريالي شوي او پوليس يې د نيولو هڅه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.