شبرغان (پژواک، ٢٢ سرطان ٩٨): په جوزجان ولایت کې د تېرې شپې او نن سهار په څلورو جلا بریدونو کې ۴۶ طالبان او درې امنیتي منسوبین وژل شوي، ۴۰ طالبان او څلور امنیتي منسوبین ټپیان دي.
د جوزجان امنیه قوماندان سمونیار عبدالواحد وجدان پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېره شپه په مردیان، منګجک، فیض اباد او قرقین ولسوالیو کې پر امنیتي سرتېرو پراخ بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه، په یادو نښتو کې چې تر نن سهاره یې دوام درلود، د ملا چوپان په ګډون ۴۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
هغه وویل، په دې جګړو کې درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
وجدان زیاته کړه، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او امنیتي سرتېري د خپلو سنګرونو پر تقویه بوخت دي.
د نوموړي په خبره، په دې جګړه کې هوايي ځواکونو هم برخه لرله چې د هوايي برید په ترڅ کې د طالبانو یو هاموی ټانک هم تخریب شوی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د جوزجان د امنیه قوماندان څرګندونې رد کړې او پژواک ته یې وویل، طالبانو ته د یادو څلورو ولسوالیو په بریدونو کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړي له رسنیو سره په خپل شریک کړي پیغام کې ویلي چې طالبانو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولي چې د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
په ورته وخت کې د مردیان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد یوسف پژواک خبري اژانس ته وویل چې له نیمې شپې تر سهار د دولتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه وه او دواړه لوري په خپلو سنګرونو کې دي، نظامي الوتکې هم کله کله پر یاده سیمه الوتنې کوي ښايي جګړه بیا پیل شي.
هغه زیاته کړه: ((له میاشتو راهیسې زموږ ولسوالۍ د طالبانو لخوا کلابنده ده او هېڅوک نشته چې د خلکو غږ او فریاد واوري.))
نوموړي روښانه کړه چې اوس هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له خپلو کورونو بېرون ته نشي وتلای کوڅې او پس کوڅې ټولې تشې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن