ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ بورډ پر دوو پخوانيو چارواکو پر نړيوالو فعاليتونو بنديز ولګول شو

د کرکټ بورډ پر دوو پخوانيو چارواکو پر نړيوالو فعاليتونو بنديز ولګول شو

author avatar
13 Jul 2019 - 19:04
د کرکټ بورډ پر دوو پخوانيو چارواکو پر نړيوالو فعاليتونو بنديز ولګول شو
author avatar
13 Jul 2019 - 19:04

کابل( پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۸): د کرکټ بورډ له خوا د ملي لوبډلې پخوانى مدير نويد صايم کاکړ او پخوانی چيف سيلکټر دولت احمدزی د يوه کال لپاره د کرکټ له نړيوالو فعاليتونو محروم کړل شول.

د کرکټ بورډ غړو ضياءالحق امرخېل او عاطف مشعل له څو نورو د بورډ غړو سره د چنګاښ په ٢٢مه، په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې د کرکټ بورډ غړو د څو ورځو پرله پسې ناستو پر مهال کارونه له تخنيکي اړخه وڅېړل او هم يې تګلارې بيا وکتلې او روان وضعيت يې له نږدې وڅاره.

ده زياته کړه: "موږ به بې طرفه کار کوو، نه کوم سياسي برخورد لرو، نه سياسي موخې لرو؛ دا يو مستقل نهاد دى او د دې نهاد استقلاليت ته به په ټول قوت باندې درناوی لرو."

د ده په وينا، د بورډ له مهمو دندو څخه يوه دا ده چې نظارت په دقيق شکل سره وکړي، پاليسي په ښه شکل سره جوړه کړي او په هر هغه ځای چې ستونزه ګوري، له اجرايوي کارکوونکي سره يېبايد شريکه کړي، تر څو هغوی اقدام او حل لار پيدا کړي.

دی زياتوي: "د کرکټ بورډ په ځينو برخو کې ستونزې موجودې وې او بورډ يې پر وړاندې اقدام وکړ، يو له اقدامونو څخه دا وو چې د بورډ غړو تصميم ونيوه چې هغو اداري کارکوونکو  چې خپل وظايف يې په ښه ډول نه وي ترسره کړي يا هلته ستونزه موجوده وه، يا غفلت وظيفوي موجود وو ؛ د هغه په مورد کې اقدام وکړ چې سرپرست اجرايوي رييس بايد لرې شي."

هغه وويل، د اجرايوي رياست بست اعلان شو او له شفافې لارې يو ځوان وړ کس ورته وګومارل شو.

امرخېل وايي: "د کرکټ بورډ دوه نور کارکوونکي د ملي ټيم منېجر او د غوراوي کمېټې پخواني مشر دولت احمدزى يو څه ستونزې لرلې؛ بورډ تصميم ونيوه چې دوی به تر يو کال پورې  د لوبو په هغو برخو کې چې  نړيوالو پورې تړاو ولري، کار نه کوي، يواځې د داخلي لوبو او لوبغاړو تر څنګ به پاتې کېږي."

د ده په خبره، تر کال وروسته به اداره د هغوی کړنې ارزوي، بورډ ته به راپور ورکوي او له هغې نه وروسته به په دې هکله بورډ تصميم نيسي.

امرخېل وايي، د بورډ د دسپيلين کمېټې ټولې پاليسۍ، پروسيجرونه، رهنمايي ګانې به په ښه ډول بيا له سره وګوري او د ښه والي لپاره به يې کوټلي ګامونه واخلي، تر څو دا اداره نوره هم په پښو درېږي.

هغه وويل، له ولسمشر سره يې ناسته لرله، ولسمشر ژمنه وکړه ، هغو امکاناتو ته چې لوبغاړي او بورډ ورته اړتيا لري،  بايد ورکړل شي؛  د اداري اصلاحاتو په موخه به تغييرات راوستل شي او په ګډه به کار وکړي ترڅو ښې لاسته راوړنې ولري.

دی وايي، د لوبغاړو تر منځ هېڅ اختلاف نشته، دوی لکه وروڼه يو د بل تر څنګ ولاړ دي.

د بورډ بل غړي عاطف مشعل وويل، له څو اونيو راهيسې يې د کرکـټ بورډ چارې په اساسي ډول وارزولې او په اړه يې اساسي اقدامات وشول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.