ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له تېرو دوو کلونو راهیسې دایکنډي کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو دندې پرېيښې دي

له تېرو دوو کلونو راهیسې دایکنډي کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو دندې پرېيښې دي

author avatar
27 Aug 2019 - 14:04
له تېرو دوو کلونو راهیسې دایکنډي کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو دندې پرېيښې دي
author avatar
27 Aug 2019 - 14:04

 

 نيلى (پژواک، ٥ وږی ٩٨): په تېرو دوو کلونو کې په دایکنډي ولایت کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو د کلتوري لاملونو، پر ټاکلي وخت د معاش د نه ورکړې او له ښځو سره د ځینو رسنیو د مسوولینو د تعصب ډک چلند له امله خبریالي پرېيښې ده.

د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په وروستیو ۱۸ کلونو کې په دغه ولایت کې ۱۵ ښځينه خبریالانو د خبریالۍ دندې ترسره کولې.

خو دوی وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې دغه شمېر درېیو ته راټیټ شوی چې د پام وړ کموالی ښيي.

خبریالان ولې خپل مسلک پرېږدي؟

ښځينه خبریالانې پر ټاکلي وخت د معاش نه ورکول، له ښځو سره د یو شمېر رسنیو د مسوولینو له تبعیض ډک چلند او ناسم دودونه د دوی پر وړاندې عمده ستونزې ګڼي.

فاطمې وطندوست د درېیو میاشتو لپاره په دایکنډي راډیو کې د خبریالۍ دنده ترسره کوله، د معاش د نه لرلو له امله يې د رسنیز کار پرېيښی او اوس په «افغان ایډ» موسسه کې کار کوي.

فاطمې وویل: ((له خبریالۍ سره مینه لرم، خو داچې معاش مې نه درلود، د لېږد وسیله مې نه لرله دغه مسلک مې پرېښود، ځکه اقتصادي ستونزې اجازه نه راکوي چې له معاش پرته خپل کار ته دوام ورکړم.))

دغه راز د نېکبختې په نوم یوې بلې خبریالې هم ښځينه خبريالانو ته د معاشو او نورو امکاناتو د نه شتون په اړه وویل، څلور میاشتې مخکې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نېبکخت چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې په دایکنډي ولایت کې د «سبزها» په خصوصي ټلوېزیون کې د خبریالۍ دنده ترسره کوله وویل: ((سره له دې چې له خبریالۍ سره ځانګړې مینه لرم او په همدې څانګه کې مې لوړې زده کړې ترسره کړې خو د معاش د نه لرلو له امله مجبوره شوم چې له دندې استعفا وکړم او اوس د یو بل کار په لټه کې یم.))

معصومه سیرت چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې په دایکنډي راډیو کې د خبریالۍ دنده ترسره کوله وویل، په ځینو رسنیو کې د نارینه مدیرانو او کارکوونکو له خوا له ښځو سره تبعیضي چلند ددې لامل شوی چې یو شمېر خبریالانې خپل مسلک پرېږدي.

دغه راز د نوموړې په خبره، لږ معاش، د نقلیه وسایلو نه موجودیت او ناامني نور هغه عوامل دي چې د ښځينه خبریالانو شمېر یې کم کړی دی.

یوې بلې خبریالې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وویل، یو کال مخکې یې له خپلې دندې استعفا کړې او اوس بې دندې ده.

هغې زیاته کړه: ((په هغه رسنۍ کې چې ما په کې کار کاوه مسوول مدیر له ښځينه خبریالانو او کارکوونکو سره ښه رویه نه کوله او ښځې به یې هر وخت رټلې چې دا کار یې  ماته د زغم وړ نه و.))  

دغه راز نوموړې ښځينه خبریالانو ته د کمې پاملرنې له امله پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل: ((حکومت تل د بیان ازادۍ او له رسنیو د ملاتړ خبرې کوي، خو ښځينه خبریالانو ته هېڅ توجه نه لري چې دوی په کومو شرایطو کې کار کوي.))

د رسنیو مسوولین څه ځواب لري؟  

د یو شمېر رسنیو مسوولین په رسنیو کې د دوه ګوني چلند موجودیت ردوي خو وايي چې له ښځو سره باید تعصبي چلند ونه شي.

 په دایکنډي کې د «رادیو صدای قریه» مسوول مدیر محمد انور شهاب وویل: ((ډېری رسنۍ د بودیجې له کمښت سره مخ کېږي چې د خپلو کارکوونکو حقونه او امتیازات پر وخت نه شي ورکولی.))

 

 

نوموړي زیاته کړه، همدا اوس رسنۍ خپله له مالي ستونزو سره مخ دي او د کارکوونکو معاش په ډېره سختۍ ورکوي.

هغه د یو شمېر رسنیو د مسوولو مدیرانو له خوا د ښځينه خبریالانو سره د ناسم چلند په اړه وویل: ((زموږ په رسنۍ کې داستونزه نه شته، موږ خپلو ښځینه کارکوونکو ته ځانګړی احترام لرو او هېڅکله خپلو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوو چې ښځو سره تبعیضي چلند وکړي.))

په دایکنډي کې د یوې رسنۍ مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: ((موږ نارینه په خپله رسنۍ کې ښځو ته ډېر احترام لرو، خو ځینې وخت ښځې له دې ښه چلند څخه ناوړه ګټه اخلي چې د مسوولینو د غوسې او ناخوښۍ سبب کېږي.))

هغه زیاته کړه: ((موږ داسې کارکوونکې لرو چې یوه ورځ رخصت ورکړل شي بله ورځ حتمن پلمه کوي او وختي ځي او لږ کار کوي، چې داسې باید نه وي.))

له خبریالانو دفاع کوونکي بنسټونه

له خبریالانو دفاع کوونکي بنسټونه وايي چې د ښځينه خبریالانو د ستونزو د حل لپاره یې ډېرې هڅې ترسره کړې خو بسنه نه کوي او نورې هڅې به هم وکړي.

 په دایکنډي کې د رسنیو فعال محمد رجا وویل، پر ټاکلي وخت اطالاعاتو ته نه لاس رسی، د رسنیو له خوا د کاري خوندیتوب نه لرل، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو نه څېړل او د کافي امتیازاتو نه لرل په دغه ولایت کې د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو پر وړاندې عمده ستونزې دي.

هغه زیاته کړه: ((د دایکنډي ډېری خبریالان کاري تړونونه  نه لري.))

هغه هم له اطلاعاتو او کلتور وزارته وغوښتل چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ وکړي.

په دایکنډي کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول مدیر رضا واحدي وویل، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تل د خبريالانو  د ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړه: ((د خبریالانو د تهدید پر مهال د دوی له حقونو دفاع کوو.))

د حکومت ځواب

 د دایکنډي د والي ویاند محمد علي اروزګاني په دې اړه وویل: ((موږ د خبریالانو د کاري تړونونو د نه لرلو په اړه تل ناستې کړې او د رسنیو مسوول مدیران مو په تړون مکلف کړي، خو له بده مرغه تر اوسه موږ ته د کاري تړون په اړه راپور نه دی راکړل شوی.))

هغه وویل: ((ولایتي ادارې تر اوسه د خبریالانو د کاري خوندیتوب او د دوی د ملاتړ لپاره ځانګړې بودیجه نه لري، خو هڅه کوو په راتلونکي کې دغه بودیجه پیدا کړو.))

د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد حسین سیرت وویل، ډېر ژر د رسنیو له مسوولینو سره ناسته جوړېږي او د ښځينه خبریالانو د ستونزو په اړه به په کې خبرې وکړي.

هغه په دایکنډي کې د ښځينه خبریالانو د شمېر کموالی د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، باید مخه یې ونیول شي.

دده په خبره، په دایکنډي ولایت کې د ملي راډیو تلوېزیون په ګډون دوه تلوېزیونونه او د ملي راډیو په ګډون پنځه راډیوګانې او دوه اوونیزې فعالیت کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.