ژبه

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو پر ضد تر اوسه ۴۶ شکایتونه ثبت شوي

کابل (پژواک ۹ وږی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو سیالیو له پیله تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو پر ضد ۴۶ شکایتونه ثبت شوي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۷ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ په ټول هېواد کې د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د همدې کال د تلې میاشتې تر درېیمې نېټې به دوام پیدا کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي نن پژواک خبري ا‎ژانس ته وویل چې په ثبت شوو شکایتونو کې د یو بل پر وړاندې له سپکاوي ډکې خبرې او عمل، د نوماندانو د تبلیغاتو تخریب، د بل نوماند پر انځور د خپل انځور لګول او له دولتي امکاناتو ناوړه ګټه اخیستل شامل دي.

نوموړي د کوم ټاکنیز ټکټ نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه، تر ټولو ډېر شکایتونو پنځو ټاکنیزو ټکټونو د یو او بل پر وړاندې ثبت کړي دي.

نوموړي د دې مطلب په روښانولو چې ډېرو شکایتونو ته رسېدنه شوې، زیاته کړه، په راتلونکو ورځو کې به پاتې شکایتونو ته هم رسېدنه وشي.

د ده په خبره، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سرغړونو د بندولو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته لازمې اخطاریې لېږلې دي.

په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې به چې ټاکل شوې د روان کال د تلې په شپږمه به ترسره شي، د ملي يووالي حکومت د مشرانو په ګډون ۱۷ کسان سیالي وکړي.

login or register a new account.