دويم تعقيب -کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو په نظام قراول کې د موټر بم بريد په ترڅ کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته نږدې يوه بجه رامنځته شوې ده.
د رحيمي په خبره، يوه ځانمرګي بريدګر د مارسيډيز موټر په وسيله د کومانډو ځواکونو د قطعې په نظام قراول چې د چهاراسياب ولسوالۍ اړوند د ريشخورو په سيمه کې موقعيت لري، بريد کړى دى.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه بريد يې د موټر په وسيله کړى او لسګونو کومانډو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
له بلې خوا ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نن غرمه يوه ځانمرګي بريدګر د مارسيډيز موټر په وسيله د ځانګړو عملياتو د قول اردو په نظام قراول کې بريد کړى چې په دې بريد کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن