کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): د ملي امنیت سلاکار وايي، دښمنان باید پوه شي چې افغانستان خپله صاحب او مالک لري او پردیو اجیرانو ته به اجازه ور نه کړي څو افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي.
ډاکټر حمدالله محب دغه څرګندونې د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ ته په سفر کې د یادې ولسوالۍ له مختلفو اقشارو سره په کتنه کې کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د محب له قوله راغلي: "نن راغلی یم چې تاسو سره له نږدې وګورم او د ولسوالۍ ستونزې مو ستاسو له ژبې واورم. د غزني د ده یک او خواجه عمري ولسوالیو بېرته نیولو لاسته راوړنه خلکو پورې اړه لري چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ يې په ګډه هڅې وکړې."
ده زیاته کړه، دښمن د روان کال لومړیو کې د الفتح په نوم د ترهګریزو بریدونو اعلان وکړ او غوښتل یې غزني ولایت سقوط کړي؛ خو بر عکس څلور ولسوالۍ په بدخشان او دوه ولسوالۍ غزني کې د دښمن له شتونه تصفیه شوې.
هغه څرګنده کړه، زموږ دښمنان باید پوه شي چې دغه هېواد خپله صاحب او مالک لري او پردیو اجیرانو ته به هېڅکله اجازه ور نه کړي څو افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي.
هغه د خواجه عمري ولسوالۍ د ستونزو حل لپاره د یادې ولسوالۍ خلکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې په حواله، د روغتیا وزیر فيروز الدین فيروز، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني او له پېښو سره د مبارزې وزیر نجیب آغا فهیم خواجه عمري ولسوالۍ کې د ګټورو اسانتیاوو برابرولو لپاره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته معلومات ورکړل.
د کرنې وزیر خواجه عمري ولسوالۍ ته د ۲۰۰ کورنیو باغچو، ۵ سوداګریزو سړو خونو، د بڼوالۍ پروژو، کشمش خونو او د دې ولسوالۍ مېرمنو ته د چرګانو د ۲۰۰ فارمونو ځانګړي کېدو ډاډ ورکړ.
سرچينه کاږي، په دې مراسمو کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي د خپلې وینا پر مهال ډاډ ورکړ چې خلک د نظام او حکومت تر څنګ ولاړ دي، د ټاکنو او باعزته سولې په شمول، له ټولو ملي پروسو ملاتړ کوي.
سرچينه زياتوي، همدا شان د خواجه عمري ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب، مولوي محمد اسماعیل، انجنیر ایاز، مدني فعالې نویده بیات او محمد خالد انصاري خبرې وکړې او له نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
ویناوالو وویل، هغه هڅې چې تر اوسه د سولې د تامین لپاره روانې وې د خلکو په ګټه نه وې او موږ د داسې سولې غوښتونکي یو چې د بلې جګړې پیل نه وي.
هغوی ټینګار وکړ چې ټاکنې باید په خپل ټاکلي وخت ترسره شي او موږ له ټاکنو پرته د هر ډول حکومت مخالف یوو، ځکه دې لار کې یو شمېر کسان خپلې شخصي ګټې په نظر کې نیسي.
login or register a new account.